د جمهوري نظام د راتلو په دويمه ورځ

غږ د نوي ژوند شو په تمام جهان اوچت زمونږ
دا جمهوريت زمونږ دا جمهوريت زمـونږ
ټينګ به شي پرې مزي د ورورې د محبت زمونږ
دا جمهوريت زمونږ دا جمهوريت زمـونږ
دا د نوي ژوند نوى پيغام نوى اغاز دى
دا زمونږ اواز دى
دې سره مو نغښتى د ارام ژوندانه راز دى
دا زمونږ اواز دى
شته ددې رڼا كې خوشحالي د ټول ملت زمونږ
دا جمهوريت زمونږ دا جمهوريت زمـونږ
لوى دي كه واړه دي نه ځايېږي په جامو كې نن
سمه دى كه غرو كې نن
نوې خوشحالي ده د افغان لويو وړو كې نن
سمه دى كه غرو كې نن
نښه ده همدا د پرمختيا د حريت زمونږ
دا جمهوريت زمونږ دا جمهوريت زمـونږ
اوس چې مو جهان ته جمهوري نظام اعلان كړو
پورته مو نـشان كړو
جوړ مو ځان سيالې ته د قومونو د جهان كړو
پورته مو نشـان كړو
تل به وي سیلابه! د ځوانانو په قوت زمونږ
دا جمهوريت زمونږ
دا جمهوريت زمونږ دا جمهوريت زمونږ

1352/4/27_ د كابل رايدو د تيپ لمبر 2016، د قمرګلې او ملګرو اوازونه