د سرطان _ 16

ملي اختر دى كاڼي بوټي خوشحالي كوي نن
بيا دغه ځمكه د اسمان سره سيالي كوي نن

نننې ورځ د ننګياليو د يادګار ورځ ده
نننې ورځ د شازلميو د ايثار ورځ ده
نننې ورځ د ټول افغـان د افتخار ورځ ده
ځكه ملي جشنونه بيا پېغلې زلمي كوي نن
نننې ورځ د ټول افغان ملـت د ژوند ورځ ده
نننې ورځ د ټول پښـتون قام د پيوند ورځ ده

اوس په ټول كال كې غوره شوې دا د خوند ورځ ده
چې اتڼونه ټول بچي د ننګيالي كوي نن

مرغان خوشحال، بوټي خوشحال، وطن خوشحاله دى
ټول غاړې غرونه باغ و راغ چمن خوشـحاله دى

بلبلان مست په نندارو ګلشن خوشحاله دى
د ازادې ناوې ته بيا نـوي كالي كوي نن
نننې ورځ وه چې په ژوند كې مـو بدلون راغى
په ټول وطن د مينې ډك نوى ژوندون راغى
ګډوډې لاړلې رڼا راغله سمون راغى
سیلابه! خوند د افغانانو ورورولي كوي نن

1352/4/26_ كابل راديو