ازاد ژوندون

اوچت دې تل نشان وي په جهان د ازادۍ
برباد دې همېشه وي غليمان د ازادۍ
ژوندي به څه وي هغه چې يې واك اختيار د بل وي
دا شان عمرونه ځار شه له يو ان د ازادۍ
دنيا ورته سر ښـكته په تعظيم وي تر قيامته
كوم قام چې سـر و مال كاندي قربان د ازادۍ
په سـر و مال ډيل نه دي د ازاد ژوندون لپاره
له څېرمې پښتانه دي مَېنان د ازادۍ
وطنه! ستا په مينه تل تيار زلمي ايثار ته
سیلاب لكه بلبل دى غزلخوان د ازادۍ

1350/5/22_ كابل راديو