طايف

اوښكې مې څاڅي له طايف ځنې مقيات ته ځمه

خدايه قبول يې كړې ته
په ډېره مينه پاك حرم ته ملاقات ته ځمه

خدايه قبول يې كړې ته
پينځه شپې وشوې چې اوسیږم د حرم په خوا كې
د بركت او د رحمت او د كرم په خوا كې
په شوق حرم ته خپل پينځه وخته صلاآ ته ځمه

خدايه قبول يې كړې ته
نن د لكونو خلكو خوا كې شپه منا ته وړمه
گناه وژلى مړ زړگى مې مسيحا ته وړمه
كفن په غاړه له مكې نه عرفات ته ځمه

خدايه قبول يې كړې ته
دادى روان يم ځم منا ته كاروانونو سره
گړندي گاډي كې زرگونو موټرونو سره
له شرمه ژاړمه چې عفو تقصيرات ته ځمه

خدايه قبول يې كړې ته
ژبه مې گونگه ده په زړه مې ډېر غمونه پراته
خپل مې لا خپل دي د پښتون دي پرې زرگونه پراته
په كومو سترگو به دې نوي ملاقات ته ځمه

خدايه قبول يې كړې ته
د عرفات نه به بيا شپه مزدلفې ته يوسم
قطرې قطرې زړگى به نوې لفافې ته يوسم
پس له جمرو به قرباني د سر خيرات ته ځمه

خدايه قبول يې كړې ته
(دا شعر په 1352ل كال مرحوم سیلاب صاحب د حج د سفر په وخت كې ليكلى و).حسابوي ځان عاشقانو سره