د زړه غل

ساقي كېنه! جامونه د محفل مه يادوه
 د مېنې لېونيا نوته اوربل مه يادوه
 
 اشنا دې راسره وي په جونګړه كې د لوخو
 همدامې تاج محل دى تاج محل مه يادوه
 
 قسم دى كه به روغ شم سمدستي لېونى كېږم
 ځنځېر د توروزلفو ول په ول مه يادوه
 
 په ستر ګومې ليدلو چې د بل په رضاء لاړ
 د زلفو په ځنګل كې د زړه غل مه يادوه
 
 سېلاب ته چې نصېب شولو د مېنې شهادت
 عاشق يې مسخره بولي اجل مه يادوه