د عرفان ترانه

نسيم راوړي نوي پيغامونه د عرفان
وطن كې ټوكیدلي دي ګلونه د عرفان
پوهنه پراختيا مومي ورو ورو په سمه غر كې
د علم د عرفان مينه خوټېږي هر ټټر كې
د پوهې ډيوې بلې شوې په لر او هم په بر كې
د زده كړې د تعليم شوق وده كړې ښځې نر كې
هر خوا ته لګیدلي مشالونه د عرفان
د جهل په تيارو كې د عرفان ډيوې شوې بلې
د علم پتنګان ور نه چورلېږي ډلې ډلې
په پوهه په هنر شو ټول وطن ولې كبلې
د نوي ژوندانه نوې نغمې وايي بلبلې
شنه شوي غوړیدلي چمنونه د عرفان
په برق او په تخنيك هم په ادب او اداره كې
د دين او د مذهب د پوره زده كړې په باره كې
د علم او هنر څانګې چې نه راځي شماره كې
ځوانان دي داوطلب ورته په تشه اشاره كې
شروع دي هر مسلك كې كوششونه د عرفان
واړه دي كه زاړه پېغلې زلمي په مينه مينه
روان په بيړه بيړه د عرفان پړاو وهينه
وطن نه د نفاق او جهل تخم وركوينه
د پوهې د عرفان د مينې نوى بڼ كرينه
پسرلي ته هوسیإي پېغلې جونه د عرفان
سیلابه! څو دې ژوند وي د عرفان په لاره درومه
كه زړه دې ارام غواړي نو له زده كړې نه يې مومه
پيالې د خوږې مينې د عرفان له ميو شومه
هدف ته د ورتلو همدغه لاره ده معلومه
رموز د ژوندون زده كړه له مضمونه د عرفان

1349/ ثور/2_ كابل راديو