افتخار

"كر د ګلو كړه چې سيمه دې ګلزار شي"
هسی نه چې بلبلان در نه ازار شي
د همت مټې راونغـاړه لاليه!
د غفلت په خوب به تېر در نه بهار شـي
دا موړې شاړې بنجرې به ګلان شي
كه تېره ستا د همت توره تسـپار شي
نن شېبه شېبه د كار او ستا د زيار ده
دا زما رښتيا وينا به دې په كار شي
قام پرست وطن پرست حسن پرست شه
چې د ژوند شـېبه شېبه دې افتخار شي
هغه ځوان بس د سـر تاج دى د ځوانانو
چې د قام مينه كې هر څه ته تيار شي
چې د قام او د وطن له ميـنې ډك وي
بس هغه سر په سرونو كې سردار شي
د يو والي او همت له بركته
د وطن ګوټ ګوټ به بڼ د زر نګار شي
دا ارزو مې په ګوګل كې پخوانۍ ده
كه دا لر و بر پښتون په يوه لار شي
كه د قام او د وطن مينه سور اور وي
هم دې وريت زما ګوګل په دې انګار شـي
د وطن ليلا ته داسې سينګار جوړ كه
چې كشـمير ګوته په غاښ په حيرت بار شي
نندارچيان به دې رادرومي نندارو له
نازولې ښاپېرې به در نه ځار شي
د وطن ميـنه كې هر كړاو زغمه
خداى دې نه كا چې بی دې مې زړه قرار شـي
د سیلاب لپاره دومره فخر بس دى
چې د قام د مَېنانو جم كې شـمار شي

1348/8/26_ كابل، قبايل، د شپې 11 بجې