د شاعر په نوم

حيران يم تا له څوك راوړي تازه خبر شاعره!
ناڅاپه خوښ، ناڅاپه ته شې مرور شاعره!
رښتيا چې ته يې د قام سترګې او نظر شاعره!
د قام د وږي بربنډ غم دى ستا په سر شاعره!
هېڅ نه پوهېږم ته له كوم ځايه الهام اخلې
ا كوم ساقي دى چې يې ته له لاسه جام اخلې
څوك دې په زړه شو چې دې شوې اوښكې را سر شاعره!
كومې جونګړې ته دې ورغى نظر شاعره!
څنګه ناڅاپه شوې له ځانه مرور شاعره!
د چا زګېروي درباندې بيا وكړو اثر شـاعره!
د زنګون سترګه ايينه د سكندر شي درته
د يتيم اوښكه جوړ څپانده سـمندر شي درته
شاعره زر هنره ستا يوه هنر نه لوګى
زر لذتونه نعمتونه ستا دفتر نه لوګى
د عيش پرستو ماڼې ستا د ببر سر نه لوګى
زرګونه سترګې سـتا يوه غلي نظر نه لوګى
ستا خاموشي په غدارانو زلزلې راولي
غلى نظر دې په غرور ظلم خولې راولي
شاعره كله چې دا ستا په خوله خندا راشي
په مړاوي غړنده كالبوت كې نوې س راشي
ستا د موسكا سره بلبلې په ګډا راشي
ملالې پېغلې په مستې او په نڅا راشي
ژبه دې څه ده خو شپېلۍ د اسرافيل غوندې ده
چې پرې غرقېږي فرعونان اوښكه د نيل غوندې ده
څومره خوږې دي ستا د مينې ترانې شاعره!
ور نه لوګى شه د لالونو خزانې شاعره!
ستا د غزل له نشې ځار شه پيمانې شاعره!
درته پسخېږي اميران د زمانې شاعره!
د ملنګې جامه كې هم شاه جهان يې ته
د خيال په ټال كې رسیدلى تر اسمان يې ته
د سترګو رپ كې د سپوږمۍ پله روان شې ته
كله په څېر د لیوني څيرې ګریوان شې ته
كله ناڅاپه شاهنشاه د درست جهان شـې ته
كله د زلفو نري تار كې بنديوان شـې ته
ستا طبيعت كې يو رنګين غوندې اثـر وينمه
هر زياتي خور ستا د ښكالو سـره اوتر وينمه
شاعره! ستا سترګې حقبينې او دوربينې ښكاري
عرب عجم څه درته يو بس تورې سپينې ښكاري
بی امتيازه درته ګرانې نازنينې ښكاري
بس د وحدت فلسفه سـتا له خوږې مينې ښكاري
شاعره! اى شاعره! ستا په هديرې مې سلام
ستا د خيالونو د الوت په شاهكارې مې سلام
د عشق له زوره ته خبر يې له بیلتون نه ته يې
اګاه له نازه د ليلا سـوز د مجنون نه ته يې
خبر د وصل له خوږو ورځو ژوندون نه ته يې
واقف د ښكلو نازولو له قانون نه ته يې
هم موْرخ هم فلسفي شوې هم مَېن شاعره!
بس خو هم ګل يې هم بلبل د هر چمن شاعره!
ژبه دې څه ده ده غزا كې د غازيانو ژبه
هم د شېخانو د پيرانو د صوفيانو ژبه
هم په منبر ده هم په ستېج هم د رندانو ژبه
هم د وړو هم د زړو هم د ځوانانو ژبه
په كليسا هم په مسجد دى ستا اثر شاعره!
په ټنګ ټكور كې دې جوړ كړى شور و شر شاعره!
ستا د خيالونو ښاپېرې څومره نازونه لري
په ا نازك صورت لا څومره پروازونه لري
تا سـره څومره د پردې لاندې رازونه لري
رښتيا چې ستا هر هر څه زښت امتيازونه لري
فطرت مَېن ښكاري دا ستا په طبيعت شاعره!
ځكه دې خيال شولو له هر چا نه اوچت شاعره!
شاعره ستا ګوګل د مينې ايينه غوندې ده
د ژوند نړې ستا په خبرو رنګينه غوندې ده
ژبه دې څه ده بس خوإه صافه چينه غوندې ده
خو ظالمانو سره ستا لږه كينه غوندې ده
نو ځكه ستا د ژبی زور دى چې دنيا خوځوي
د شعر سپرغې دې د ظالم لويه كلا سوځوي
شاعره! ستا د چوپې خولې په سنګينۍ مې قسم
غمګين ولس سره دا سـتا په غمګينۍ مې قسم
د شاعرۍ د معمارۍ په رنګينۍ مې قسم
ستا د شعرونو د ګلونو په ځوانۍ مې قسم
چې ستا اواز كې يو معجز غوندې تاثير وينمه
هره ناره دې د قام درد لره اكسير وينمه
شاعره! ستا هرې مصرع ته هوسیږمه زه
ستا د خبرو مرغلرو ته ځورېږمه زه
د تصور سيند دې اخيستى يم سوځېږمه زه
ژبه دې اور دى كه اوبه دي نه پوهېږمه زه
كله څپاند شي ستا د شعر سمندر شـاعره!
كله د سرو لمبو نه تېز شي ستا هنر شـاعره!
كاشكې شاعر واى شاعري مسته ليلا واى زما
ځانله جونګړه كوټنې بیله دنيا واى زما
د شاعرۍ د ژبی ښه خوږه وينا واى زما
ځلانده ستورو سره جوړه مشغولا واى زما
د شاعرۍ زينې مې ايښې اسمانونو ته واى
چې رسیدلى كهكشان د ارمانونو ته واى

1344/10/22_ننګرهار، كامه، ارباپان