بيا تازه ده اوازه چې ته راځې

بيا تازه ده اوازه چې ته راځې
ښه راځې ډېر ښه راځې چې ته راځې

چې د راتلو دې اوازه شوه
مړاوې ارزو مې را تازه شوه
د نتكې لال ريبار ته زېرى وركومه

ستا په راتلو مې روح غوړېږي
رقيبان بيا راته ځورېږي
د راتلو لار دې په بڼو جارو كومه

همزولې راغلې ډلې ډلې
د خوشحالې ډيوې شوې بلې
ځكه ملګرو كې سرلوړې ناسته يمه

بيا مې په سترګو رڼا راغله
غوږ ته د مينې خندا راغله
سیلابه! خدايږو لكه ګل وغوړیدمه
ښه راځې ډېر ښه راځې چې ته راځې

كابل راديو_ 10/3/1344