راوګوره په مينه

چې د ژوندون پاڼه مې شي لږه رنګينه
راوګوره په مينه
زړګى مې ستا په عشق ودان دى
ستا يو نظر زما ارمان دى
چې مخ راواړوې رڼا راباندې شينه
راوګوره په مينه
راځه راځه د زړه ارامه
ستا بیلتانه كړم نا ارامه

د بیلتون غم مې وچوي د صورت وينه
راوګوره په مينه
د خوږې مينې په نوم راشـه
بيا مې ژوندون ته مسيحا شه

ګوندې نن بيا د مرګ چپې په ما راځينه
راوګوره په مينه
جانانه ولې بی پروا يې
ته مې د خوږ زړګي دوا يې

دا ستا هر ناز سیلاب په سترګو قبلوينه
راوګوره په ميـنه

كابل راډيو_ 11/2/1344