د زړه سر لاليه
د زړه سر لاليه
وړم تومتونه ستا په سر لاليه
مينه رسوا شوه
راشه زما د مينې ياره
ونيسه بيا د وفا لاره
بیلتون ظالم دى داغوي داغلي زړونه
د زړه سـر لاليه
ستا دې قسم وي ګرانه راشه
لږ مې د خوږ زړګي دوا شه
له غبرګو سترګو مې راځي اوښكې رودونه
د زړه سر لاليه
سترګې مې سرې دي ستا له غمه
ستا بیلتانه كړمه بی دمه
سیلابه! مينه مې په خوب كې زنګوينه
د زړه سر لاليه، وړم تومتونه ستا په سر لاليه
كابل راډيو_ 8/3/1344