يو ځلې راشه

يو ځلې راشه
بيا په خندا شه

په مينه مينه راته وګوره مَېنه
جان لاليه! لاليه څو به مرور ګرځې زما نه

لاليه كله به پخلا شې
چې په خندا مې خوږ له راشې

ستا په يارې كې مې منلي تومتونه، جان لاليه!

راځه راځه د سترګو توره
ستا بیلتانه كړم تكه توره

ټولې همزولې راته كاندي پېغورونه، جان لاليه!

سترګې راواړوه په مينه
خبر مې واخله نازنينه

سیلابه! بيا مې اوښـكې راغلې سیلابونه
جان لاليه لاليه څو به مرور ګرځې زما نه

كابل، نوى ښار_ 20/ ورى/1344