زلفې

زلفې دې زانګې ولونه ولونه
له سوركو شونډو دې شرمېږي سره لالونه
مينه كې ومنه غمونه
عاشقان تل وړي د خوبانو منتونه

ستا د خوږو كتو اثر دى
چې په ما تنګ د ځمكې سر دى
شه مهربانه زياتى مه كوه نازونه

زما د مينې لیونيه!
بیلتانه سوى سپېلنيه
وارخطا نه شې عشق لري ډېر كړاوونه

ګرانه مغروره مسته ياره!
عشق كې دې ګرځم ناقراره
لإ د سیلاب د زړګي واوره فريادونه

كابل راديو_10/1/1344