فريادونه
چې در معلوم شي د زخمي زړه فريادونه
راځه ياره!
غلى خوا له راشه غلى خوا له راشه
چې تش ديدن ته دې ځورېږم
د ميُنې مجبوري ده
په يو نظر دې تازه كېږم
د ميـنې مجبوري ده
لیونۍ مينې يم وېستلې له ژوندونه
راځه ياره!
غلى خوا له راشه غلى خوا له راشـه
نازونه پریده نازنينه
زما سلګۍ وګوره
يو ځل راوګوره په مينه
زما سلګۍ وګوره
ستا يو نظر مې رغوي د زړه زخمونه
راځه ياره!
غلى خوا له راشه غلى خوا له راشه
سترګې مې سرې ستا انتظار كې
تر څو به ارماني يم
وسوم د هجر په انګار كې
تر څو به ارماني يم
سیلابه! مينې لیونى كړې له مجنونه
راځه ياره!
غلى خوا له راشه غلى خوا له راشه
كابل، نوښار_ 25/12/1343