سترګك

تاچې سترګك په سرد بام وكړ
 ماډېرو ستورو ته سلام وكړ
 
 چاټۍ دصبر شوه چپه زما نه
 ساقي چې ست ديوه جام وكړ
 
 مينه غالبه او جالبه شوله
 څومره اثر ګل دبادام وكړ
 
 خير دى دوصل عرض كه ورانه كړه خوله
 ډېرو قصو كې مې ناكام وكړ
 
 سېلابه! اوس دې مينه، مينه ګڼم
 چې دې په سر ومال ليلام وكړ