پسرلى

پسرلى راغى بيا تازه غرونه رغونه دي
شاوخوا ګوره زېړ ګلونه دي
د نوي ژوند راغلي نوي پيغامونه دي
شاوخوا ګوره زېړ ګلونه دي

ځمكه ژوندې تازه ګلان شو
راغى پسرلى هو راغى پسرلى
په مستې ګډبيا بلبلان شو
راغى پسرلى هو راغى پسرلى
كار ته تيار بيا بزګران شو
راغى پسرلى هو راغى پسرلى
پولو پټو ته راوتلي زلمي جونه دي

تازه نسيم تازه هوا ده
بيا د پسرلي هو بيا د پسرلي
د هر چا شونډو كې موسكا ده
بيا د پسرلي هو بيا د پسرلي
د نندارو ډكه دنيا ده
بيا د پسرلي هو بيا د پسرلي
نوې هوا نوې نغمه نوي سازونه دي

پېغلو زلمو همت پكار دى
راغى پسرلى هو راغى پسرلى
پسرلى ښه موسم د كار دى
راغى پسرلى هو راغى پسرلى
هلئ تيار شئ ستاسو وار دى
راغى پسرلى هو راغى پسرلى
سیلابه! كار باندې لوړ شوي ملتونه دي

كابل راديو_ 23/12/1343