د خوږو سترګو

ستا د خوږو سترګو نظر نه مې نظر شه قربان
كاشكې يو ځل سـوى ستي ګوګل ووينې زما
ته په مستۍ مستۍ په ناز او نخرو ژوند تېروه
پرې چې ستا غم كې زړه نه څاڅي تورې وينې زما
ډېرې سلګۍ ډېرې قصې ډېرې ګيلې مې وكړې
په فولادي زړه دې اثر ونه كړو مينې زما
ته د غرور د اسـمان ستورى په اسمان كې اوسه
پوه شـوم د ژوند ورځې به ټولې وي غمګينې زما
دا سوې كوكې سوې ساندې فريادونه تاته
بس ټولې ټوكې مسخرې دي ماه جبينې زما
نه دې تسل نه دې ارام نه دې تسـكين كړمه زه
تر څو به ژاړم سـتا په مينه كې شېرينې زما
ورځ په زارو شپه په نارو كې په سیلاب شي سبا
ستا انتظار كې شوې دا تورې سترګې سپينې زما

پېښور، مال روډ_ 17/10/1343