د يار كور

بانه مې سياحت شـو خو څه نور به وګورم
ورځم په مينه مينه د يار كور به وګورم
په تور چې يې د مينې يمه زه توره دار شوى
د هغې نازولې كلى كور به وګورم
ساتله مې په زړه كې دا ارزو په ډېره مينه
ما وې چې يو نظر د سترګو تور به وګورم
ارزو وه كه ارمان كه تمنا وه خو همدا وه
محفل كې لږ څه غلې سـتا په لور به وګورم
له ډېرې خوشـحالې چې په جامو كې نه ځايېږم
تور جال د تورو زلفو په جال خور به وګورم
راتلمه چې په لاره چورلیدم خوشحالیدمه
ما وې خواږه ملګري درې څلور به وګورم
سیلابه چې روان يم په مستې په مينه مينه
د زړونو د تارونو ټنګ ټكور به وګورم

كابل راډيو_ 28/8/1343