راشه نګاره

مينه كې دې ژاړمه راشه نګاره
اور د بیلتون كړمه ژوند نه بیزاره

فرياد مې خېژي ستا په بیلتون كې
تنګ يم نګاره نور په ژوندون كې
عمر مې تېر شو په كړیدون كې
تپوس مې وكړه شېرينه ياره

كه خوږ له راشې په مينه مينه
په مينه مينه ياره شېرينه
خبر مې واخلې اى نازنينه
په يو نظر دې رغېږم دلداره

لیونى كړى مينې سیلاب دى
په بیلتانه كې خراب تراب دى
هر دم قدم كې ګډ په عذاب دى
اشنا خبر كړه ورشه ريباره

كابل راديو_ 22/8/1343