څار

راشه خواله غلې اى نازولې
ما منلي ستا نازونه زما بلبلې

زه هم ستا په مينه
اى نازنينه
تېروم مياشتې كلونه
زمـا لاليه

راځه راځه په مينه مينه
د زړګي سره نازنينه
د ژوند تابلو مې كړه رنګينه

راشه خوا له غلـې
اى نازولې
رانه لرې كړه غمونه
زمـا بلبلې!

زما ګوګل كې ناسته ياره
سترګې مې سرې له انتظاره
څارمه ستا د راتلو لاره

زه هم ستا په مينه
اى نازنينه
وړم د هر چا منتونه
زم لاليه!

د نوى ژوند نوى دوران دى
بشر روان مخ په اسمان دى
جوړ بيا د مينې امتحان دى

راشه خوا له غلې
اى نـازولې
د سیلاب واوره عرضونه
زما بلبلې!

كابل، نوى ښار_ 17/8/1343