خوږې سندرې

څه وېره وكړه د زخمي زړه له ازاره
ياره ياره! راشه چې دې ښكل كړمه لاسونه

د نازولو ياري كله ده اسانه
ګرانه ګرانه! مينه كې قبول كه تكليفونه

زړه مې ماشوم شو راته ژاړي
هره شېبه رانه تا غواړي
دا غبرګې سترګې مې نيولې ستا په لاره
ياره ياره

د زړګي سر د سترګو توره
زړه نه سودا لرې كه نوره
زه به دا تور اوربل لوګى كړمه له تا نه
ګـرانه ګرانه

سترګې مې ستا لور ته كږې دي
د ياد سندرې دې خوږې دي
سیلاب دې مينه كې ژړېږي تر سهاره
ياره ياره
راشه چې دې ښكل كړمه لاسونه

كابل، نوى ښار_ 3/7/1343