د سيند په غاړه

د سيند په غاړه
شوه را په غاړه
په ناز يې ووې
بس دى مه ژاړه

غمونه لاړه خوشحالي راغله
په ما د مينې پركالي راغله
چې راښكاره شوه دا هسـكه غـاړه

چې ساه نيولې شوه را تر غاړې
وې چې لاليه نور به نه ژاړې
خانده خوښېږه د غم شپه لاړه

پرېشانې زلفې چې راخورې شوې
د غمازانو مېنې سپېرې شوې
رانه اوچت شول غمونه واړه

را ځاریدله په مينه مينه
اّ نازنينه له واورې سپينه
سیلابه! تـل تل دا ساعت غواړه

په ناز يې ووې
بـس دى مه ژاړه

لغمان، سپينه تاڼه_ 16/6/1343