د سترګو جنګ

د سترګو جنګ دى
زړونه درزېږي
باڼه غشي وروينه
د سترګو جنـګ

د مينې ننګ دى
يار روانېږي
سر زما په مينه ږدينه
د مينې ننګ

زړونه په مينه پيوندېږي
د سترګو جنګ دى
عاشق كه هر څه وځورېږي
د سترګو جنګ دى
يو خوږ نظر يې زخمي زړه ټكوروينه

د مينې نوې ولوله ده
د مينې ننګ دى
په زړونو ګډه زلزله ده
د مينې ننګ دى
ځكه سلګۍ وړې وړې خولې ته راځينه

چې نازولې په ناز ګوري
د سترګو جنګ دى
د زړه دنيا ورسره ښوري
د سترګو جنګ دى
سیلابه! بيا د مينې اور تازه كوينه
د سترګو جنګ دى

كابل راډيو_ 1/6/1343