د ګلو لښته

زما د ګلو لښتې
مغرورې په زړه سختې
يو سوال درته كومه

لاليه لیونيه
سرتوره صحرانيه
زه ستا په غم كې يمه

دا ستا د خولې خبرې
خوږې لكه شكرې
پرې زړه ټكورومه

راځه شېرينه ياره
كړې مينې ناقراره
سوالونه دې منمه

مينې دې ډېر يم ځورولى
بیلتون بی اوره سوځولى
د ګلو لښتې! د سمندر غوندې په اور كې ژوند كومه

ماته له خپله ځانه ګرانه
ځار و قربان شمه له تا نه
لیونيه! د تورو زلفو ټال به تاته جوړومه

ناز لوبولى نازولى
يو ځلې خوا ته راشه غلى
د ګلو لښتې! سیلابه څو به د ريبار منت كومه
زما د ګلو لښتې
مغرورې په زړه سختې
يو سوال درته كومه

كابل راډيو_ 6/3/1343