د بڼو غشي

چې مې ستا د بڼو غشي وخواړه
 هغه دم مې ځان په وينو ولاړه
 
 ستا كوڅه كې ما د خير غوښتو په تمه
 د بېلتون په كوكري خپل ځان وداړه
 
 هغه دم د لېونو په جم كې شمار شوم
 چې په مينه كې مې ستا ځان ونغاړه
 
 نوكري به دې د دركوم دلبره
 سپى رقيب كه دى له خوانه وشاړه
 
 نور روزګار په هغه دم شو ورنه پاتې
 چې "سېلاب" دې په زلفانو وتاړه