داغونه

يو نظر دې په زړګي راكړه داغونه كنه
خمارو سترګو دې وكړه پساتونه كنه

د غلا كتو دې لیونى كړم
ترورې مينې سپېلنى كړم
د ژوندانه ځنې مې وخاته لاسونه كنه

چې خيال ته راشې نازنينې
په ځاى د اوښكو ژاړم وينې
كاشكې ته واورې د زخمي زړه فريادونه كنه

اول دې وې چې ته مې يار يې
ناقرار زړه ته مې قرار يې
اوس څنګه وايې زه دې نه اورم عرضونه كنه

راځه راځه جدايي پریده
په زخمي زړه مې ملهم كیده
د سیلاب سترګو نه راځي اوښـكې رودونه كنه

لغمان، ګل بیله_ 15/2/1343