مسيحا

چې له نازه په خندا راته له ورا شې ته
دې مرګونو اميدو ته مسيحا شې ته

تصور كې ستا په زلفو كې زنګېږمه
خوب او خيال كې ستا انګړ ځنې چورلېږمه
كاشكې لږ څه مې د خوږ زړګي دوا شې ته

ډېر لیواله لیونى دې د ديدار يمه
انتظار په انتظار كې انتظار يمه
چې د خيال د تصور كړې كې راشې ته

چې په خيال كې غلې ستا سيمې ته راشمه
وارخطا شم په خندا شم په ژړا شمه
تش په خوب كې چې راغاړه په خندا شې ته

د قلم په ژبه تاته په زارو يمه
ارمانجن دې د وصال د نندارو يمه
كاشكې لږه د سیلاب سره پخلا شې ته
دې مرګونو امدو ته مسيحا شې ته

كابل، نوى ښار_ 12/2/1343