سلګۍ

خولې ته مې بيا وړې وړې سلګۍ راځينه!
پسی ځم به زه، ځم كه مرور يار مې پخلا شي
چې ګران اشنا مې مرور دى
خفه زما ځان او ځيګر دى
راباندې تنګ د ځمكې سر دى
ژوندون مې واړه در په در دى
د بیلتانه لمبی مې دم په دم سیځينه!
د ښكلو مينه خزانه ده
د نشو ډكه پيمانه ده
خوإه يې هره ترانه ده
ځكه مې خوښه يارانه ده
ما تومتونه د يارۍ منلي دينه!
چې ما منلى هر پېغور دى
تالا والا مې د زړه كور دى
د چا د پټې مينې زور دى
په زړګي بل راته سور اور دى
اوښكې مې بيا په ګریوانه چپې وهينه!
سیلابه! وګاله غمونه
دا جګې جګې منتونه
په نوم د مينې پېغورونه
د نازولي يار نازونه
په عاشقۍ كې ناز نخرې مزه كوينه!
پسی ځـم به زه

كابل، شېر شاه مېنه_ 28/5/1342