فرياد

بيا نازولي كړي نازونه
زما په زړه پراته غمونه غرونه غرونه

مينه دې ورو په ورو زياتېږي
د زړه ماشوم مې لا ځورېږي
كوي فرياد مې د زړګي نري تارونه

د لیونو د مسخرو شوم
بندي د هجر په ميرو شوم
اشنا راكړي په زړګي سوي داغونه

سترګې مې راز ساتلى نه شي
خوا ته د يار كتلى نه شي
يو غلچكي نظر پرې وكړه پساتونه

سیلابه! مينه مينه نشته
كه فرهاد وي شېرينه نشته
بی وفا يار درڅخه واخيستل لاسونه

كابل، نوى ښار_ 17/5/1342