د مينې څارنه

خورې دي غلې غلې اوازې چې ته راځې
شـوې پورته د غمونو جنازې چې ته راځې
ګوګل كې مې درزا شـوه د زړګي بی اندازې
حيران يمه چا دركړې اجازې چې ته راځې
بلبلې كړي اتڼ توتيان نارې وهي په شوق
دې لر و بر ګلزار كې انګازې چې ته راځـې
نرګس كوي په سترګو كې يو بل ته اشارې
شبنم ګلو ته وركړلې غمزې چې ته راځې
همزولې دې جلـب كې را روانې په نخرو
زړګى شو د رقيب دوه ترازې چې ته راځې
د ښكلو د محفل د تماشو زه تماشګير يم
احسان دې په ماشو بی اندازې چې ته راځې
مودې وشوې چې ګرځي ارماني ستا د ليدو
سیلاب په مينه څاري دروازې چې ته راځې

كابل، قبايل_ 21/4/1342