تراره

چې تصور دې د اوربل راشي
زړه كې مې مينه د غزل راشي
ته چې له نازه په غوصه غوندې شې
څه تراره مې په ګوګل راشي
د حسن ميرې چې رانېغ كړې نظر
د بڼو رپ كې مې تسل راشي
چې په ښكالو په ترپكو سر شي
په زړه مې هم ګومان د غل راشي
چې رقيب تش ستا په پلو وګوري
په زړه د غم څړيكې غوبل راشي
بیلتانه وړى نظر تت به شـي صاف
كه دې د پښو خاورې كجل راشي
مينه په كلي ډنډوره شوه زما
دا ستا به رحم په څه چل راشي
څو به د مينې پټ پټونې كوم
سـبا درځم پرې چې اجل راشي
اشنا لږ رحم په سیلاب دى پكار
نه چې په تاندو زلفو جل راشي

كابل، قبايل_ 1/4/1342