ناز پروره

بيا په غوصه شوې نازولې ناز پروره ده
نه دلاسا كېږي لیونۍ مې مروره ده

رنګ يمه د عشق د رنګينو د رنګينۍ ځنې
غوره مې د مينې دنياګې ده له خانې ځنې
اوس راته د عشق جونګړه هر څه نه بهتره ده

مينه كې قبول زما دردونه كړاوونه دي
وړي مې په سترګو د خواږه اشنا نازونه دي
تللې مې د مينې افسانه تر لر و بره ده

څه كه د بیلتون كړاو مې وچه زړه كې وينه كړه
بيا هم راته ټوله دنياګۍ بس مينې مينه كړه
ښكاري دا تروره مينه خدايږو له نظره ده

پاتې مې په مينه كې په زړه سوي داغونه دي
بيا په ګيله شوي نازولي ارمانونه دي

ستا مينه سیلابه ګډه شوې بی ګودره ده
نه دلاسا كېږي لیونۍ مې مروره ده

لغمان، كڅ_ 1/3/1342