مشغولا

لیونى زړه رانه اشنا غواړي
د نازولو مشغولا غواړي
زه د ژوندون تودې سړې ژاړم
دى وچو شونډو نه خندا غواړي
بيا غلى غلى په ګيلو سـر دى
مړاوي كاته خوږه موسـكا غواړي
ماته دلې دلې غمونه پراته
دى د خورو زلفو دنيا غواړي
سیلابه! ستا زړه دى رښتيا لیونى
چې له بی دردو نه وفا غواړي

پروان، ګل غونډې_ 8/1/1342