راغلې نازولې

بيا مې عشق كړې د چا زړه ته نوې لاره ده
ګوره چې راغلې نازولې بی ريباره ده
ماته د يار سـترګو تل خاموشه اوازونه كړل
دا متل مې خوښ دى چې د زړونو زړو ته لاره ده
نن په ما اختر دى خـوشحالي خندا هوس كوم
خوښ يم چې د مينې لیونۍ مې وفاداره ده
مينه كې دردونه كړاوونه هم خوندونه دي
مينه ده چې تل د نازنينو منت باره ده
مينې راته ټوله دنياګې بس مينه مينه كړه
پوه شوم چې ليلا مې هم له مينې ناقراره ده
كله چې دا ستا قلم د مينې خوا ته ودانګي
بس هغه سندره دې سیلابه! مزه داره د

كابل، نوى ښار_ 1342