مينه ګوګل كې

مينه ګوګل كې نڅیدل غواړي
خيال مې په زلفو زنګیدل غواړي
ارزو مې بيا راته ترپكې وهي
چېرته د سترګو جنګيدل غواړي
اوښكې راډنډ شوې د لېمو څنډو ته
د چا په يادو څڅیدل غواړي
ياغي نظر دا پاریدلى احسـاس
په غلا كاته له نازه شونډې چيچل
سیلابه! ټول ستا ځوریدل غواړي

كابل، عمومي ترانسپورت_ 29/10/1341