افتخار

ياره څو پورې به باسم انتظار زه
 ستا په غم كې به تر څو يم ناكرار زه
 
 خداى لپاره لږمې راشه په پوښتنه
 دهجران په جېل كې پروت يمه بيمار زه
 
 ستا دتش ديدن پسې سلګۍ وهمه
 د وصال په تمه ګرځم خوار و زار زه
 
 دا اعلان مې څو ځل كړى بيا يې واوره
 عشق كې سر قربانوم په افتخار زه
 
 ستا له عشقه به هر ګز په شا لاړ نشم
 كه منصور په شا نته شمه سر په دار زه
 
 په وفا دې د ګلاب په شان غوړېږم
 په جفادې هم خوشال يم په باربار زه
 
 كه وفا كړې كه جفا كوې دلبره
 مثقال ښه دې قبلومه په خروار زه
 
 سر ګردانه لالهانده پكې ګرځم
 مشتري يمه د مينې په بازار زه
 
 كه د سر په بدل تار د زلفو پلوري
 "سېلاب" وايې چې ولاړيم خريدار زه