ترانه

نن چې په جهان كې هسكه غاړه سر اوچت لرو
مونږ جمهوريـت لرو
زړه د ايشيا كې لرغونى شان و شوكت لرو
مونږ جمهوريت لرو
سر و مال به ځار كړو څو چې دا وطن ودان كړو
لوړ به ددې شان كړو
سر به ددې خاورې د عمرو ملي ارمان كړو
لوړ به ددې شان كړو
عزم فلوادي باور په خپل مټ او طاقت لرو
مونږ جمهوريـت لرو
دا شاړې ميرې به اوس په مينه ګلزارونه شي
ټول ژوند به ګلونه شي
هم رڼا رڼا به د وطن غرونه رغونه شي
ټول ژوند به ګلونه شي
لا خو بدخشان جنت نشان غوندې ثروت لرو
مونږ جمهوريـت لرو
اوس د مينې ډك نوى ژوندون دى را روان په مونږ
ښه رنګين دوران په مونږ
جوړ د خوشحالۍ د مرغلرو دى باران په مونږ
ښه رنګين دوران په مونږ
زړونو كې سیلابه! د وطن مينه نعمت لرو
مونږ جمهوريت لرو

15/9/1341كابل، د راډيو سټوډيو