مزل لرې دى

اشنا قدم واخله مزل لرې دى
د ارمانونو تاج محل لرې دى
راځه چې لاس په لاس قدم په قدم
ځو د خوږې مينې محفل لرې دى
آچې هوسې پكې اتڼ اچوي
هغه دره هغه ځـنګل لرې دى
ايله بيله په مينه دومره پوه شوم
چې لاس مې نه رسـي اوربل لرې دى
سیلابه! وليكه غزل د مينې
د سوي زړه سوى غزل لرې دى

كابل، عمومي ترانسپورت_ 15/9/1341