د ميـنې ولولې

اوښكې په مخ ولې ولې راغلې
زړه ته د ميـنې ولولې راغلې
ريباره زر شه راته حال ووايه
چې بيا يې څه قصې په خـولې راغلې
له نازولې نه دې څه راوړي
ښكاري چې بيا تشې ګيلې راغلې
د خيال مرغه مې بيا پړقېږي پكې
د تورو زلفو سلسلې راغلې
د چا له يادو سره غبرګ سیلابه!
د ارمانونو قافلې راغـلې

كابل، عمومي ترانسپورت_ 13/9/1341