مناجات

خدايه بخښنه غواړم دا د ځوانې دوره ده
د يوې مستې مينې د نادانې دوره ده

خدايه! د مينې دوره د غلامې دوره ده
د بدنامې دوره ده د نېكنامې دوره ده
د يار د در سپي ته هم د سلامې دوره ده
افسوس چې ما لپاره د ناكامې دوره ده
زه چې سلګې وهمه د پرېشانې دوره ده

زما د مينې اشنا ما ځورول غواړي
بس د ماشوم غوندې مې تل ژړول غواړي
دوستان ملګري رانه ځان ټولول غواړي
د وخت بچي خو همېش خپل كار كول غواړي
غمشريك نه لرمه د ځانځانې دوره ده

كه ما هر څو ساته ځان په لومه بند شومه
د چا د مستو سترګو ډېر ارزومند شومه
په يو نظر د مينې د خاورو خوند شومه
چې څو مې پټ غوښته عشق هومره څرګند شومه
اوس مې د ګرانو اوښكو د ارزانې دوره ده

خدايه! دا ستا له وېرې يار تم كتى نه شمه
هم د بیلتون په غاښي زه ورختى نه شمه
دا پښتنه مينه ده چې ترې وتى نه شمه
اخر زلمى يمه نو ترې صبریدى نه شمه
سیلابه! ستا لپاره د قربانې دوره ده

1341/9/8_ كابل، شېرشاه مېنه،د شپې 2 بجې او 25 دقيقې