محبوبا ده را روانه
غلې غلې نازولې په موسكا ده را روانه
ارمـانونه ترې ځارېږي په خندا ده را روانه
د زړه تل كې ارمانونه په ګډا دي په نڅا دي
ماته ګرانه نازنينه محبوبا ده را روانه
اور د مينې بيا تازه شـو د ګوګل په نغري كې
چې له ټولو نازولو بی پروا ده را روانه
د ژوندون لوړې ژورې مې يو دم ټولې رڼا شوې
چې تپوس ته مې په مينه مسيحا ده را روانه
افتخار دې دى سیلابه! اوس خندېږه هوسیږه
كه څه هم په وېره وېره او په غلا ده را روانه
كابل، ترانسپورت_ 5/9/1341