مينه بيا وپاریده

ناصحه بس دى چپ شه مينه بيا وپاریده
د زړه د ماشـوم هم خدايږو ژړا وپاریده
لېږمه ننواتې يار ته اوښـكې اسوېلي
زما ګوګل كې بيا د عشـق غوغا وپاریده
راغونډ شو ارمانونه بیلا بیل وهي سلګۍ
د پټو ارزوګانو هم سـودا وپاریده
راځي د اميدونو قافلې جوپې جوپې
چا وې د محبت لويه دنيا وپاریده
سیلابه! داسی ښكاري چې اشنا دى په زړه شوى
دا ستا د قلم ژبه نن رښتيا وپاریده

كابل، شېرشاه مېنه_ 22/10/1340