نازولې

چې نازولې رانه جدا ده
د زړه دنيامې تالا والا ده
تالا والا ده تالا والا ده

زړه راته سوځي د مينې اور دى
جدايي څه ده د عشق پېغور دى
چې مې په برخه دغه سودا ده

د چا د سترګو دومره اثر دى
چې خوب او خيال مې پسی اوتر دى
اوس مروره را نه خندا ده

هره شېبه مې د چا په مينه
ماشوم زړګوټى سلګۍ وهينه
چې نازنينه مې بی پروا ده

سیلابه! ښكلي ټول بی پروا دي
دا سوې ساندې په برخه ستا دي
ژوندون دې واړه ژړا ژړا ده

د زړه دنيا مې تالا والا ده
تالا والا ده تالا والا ده

كابل، شېرشاه مېنه_ 28/9/1340