سلام د مينې

د اوښكو يو څو څاڅكي انجام د مينې نه دى
د خيال تشې ترپكې پيغام د مينې نه دى

سرونو باندې لوبی د يو نظر لپاره
سلګۍ ژړا كوكارې د خوږ دلبر لپاره
دا واړه كړاوونه يو ګام د مينې نه دى

د خوب ښاپېرۍ راشي په خيال كې مې لوبیږي
عالم د تصور كې د عشق نغمه غږېږي
نصيب مې لا تر اوسه يو جام د مينې نه دى

سیلابه نازولې د ناز سندرې وايي
دا ستا قلم لګيا دى تار تار د زلفو ستايي
اشنا چې څو اخيستى سلام د مينې نه دى
د خيال تشې ترپكې پيغام د مينې نه دى

كابل، شېرشاه مېنه_ 13/7/1340