مينه په ګډا ده

بيا مې د زړه تل كې د چا مينه په ګډا ده
ګډه د احساس په قافله نوې غوغا ده
ګوره د چا يو نظر د عشق سپرغۍ تازه كړه
نښه پرېښاني د تورو زلفو د سودا ده
خيال ترور هوس ياغي د ناز د تصور په نوم
خوښه لیونۍ مينه له كور كلى جدا ده
چېرته چې د ناز سندرې اورم خـوشحالېږم
پوه شوم نامراده عشقه ستا دا تقاضا ده
بيا دې د چا موسكۍ شونډې راغلې په نظر كې
نن چې دې سیلابه مشغولا كې څه موسـكا د

كابل، د مامورينو كارته_ 19/9/1340