 
      
اشنا نه راځي
راغى ريبار وې چې اشنا نه راځي	
كش زړه مې وښوید مسيحا نه راځي
د شونډو سر ته مې راغلې وه بس	
خو ځوانيمرګه شوه خندا نه راځي
زړه مې شكمن او څه ترور غوندې دى	
چې ريبار دروغ وايي كه رښتيا نه راځي
سـرور د ناز غرور د مينې لاړو	
ارمن د زړه د روح دوا نه راځي
مات شو كنډول د صبر، مات سیلابه!
خولې ته بل څه غير له ليلا نه راځي
ننګرهار، د كامې ارباپان_ 10/6/1340
 
