ملي آهنګ يو نظر

سر زما درګاه دهغه يار يار
 سراو مال مې واړه شه ترې ځار ځار
 
 اى دسبايي نسيمه يوسه يار له داپيغام
 خوب او خندا دواړه ستا بېلتون را باندې كړه حرام
 
 اوسومه دمينې خيال
 زانګم تصور په ټال
 تاو رانه دزلفو جال
 زړه مې شو كباب دعشق په نار نار
 سراو مال مې واړه شه ترې ځار ځار
 
 مينه كې دا ستا زه لېونى لكه مجنون يمه
 نور دې له ستمه خدايږو تنګ په دې ژوندون يمه
 
 ورك مې شه طاقت توان
 تل كوم ژړا ګريان
 خاندي په ماټول جهان
 هر تار شو دزلفو راته مارمار
 سر او مال مې واړه شه ترې ځار ځار
 
 خدای لپاره ګرانه ياره مالره دې كم قصور
 ناكراره خوارو زاره ګرځمه همېش ترور
 
 اى نګاره يو نظر
 ووهه په ما چكر
 غوڅ مې دى د زړګي سر
 مينه كې دې ګرځمه تل خوار خوار
 سر او مال مې واړه شه ترې زار زا
 
 اى دلبره لږيې په حال وكړه رحم مرحمت
 شامدام كوي په عاشقانو معشوقي غيرت
 
 هجر نه "سېلاب" شو تنګ
 ډانګ په لاس كچكول تر څنګ
 ګرځي د وصال ملنګ
 غير له عشقه نلري بل كار كار
 سراو مال مې واړه شه ترې ځار ځار