وصل

كاشكې مې نه ليدى سـتا وصل نه هجران كوكې
شوه ځوانيمرګه مې ځواني ستا نه قربان كوكې
كه په زر وارې مې فلك زېر و زبر كړي خدايږو
د نازولو خيال به نه شي په بل شان كوكې
يوه موسكا يوه خندا خو تم د مينې وكړه
په ډكو سترګو مې بيا وباسه ارمان كوكې
عشق ځورولى د بیلتون لمبو سېځلى يمه
د سمندر غوندې مې اور كې دى ګذران كوكې
بـيا دې په در كې د ارزو كچكول تر څنګ ولاړ يم
كاشكې كلك زړه دې شي په ما لږ مهربان كوكې

كابل، ميوند واټ_