اشنا په تمه

په لار كې ناست يم د اشنا په تمه
د يو نظر يوې موسـكا په تمه
ماشوم زړګى مې بس سلګۍ سلګۍ دى
د چا د نوې مشغولا په تمه
هوس ياغي دى خيال ارام نه لري
د تورو سترګو د سودا په تمه
مينه ارام نا ارامۍ كې لري
د نازولو د خندا په تمه
سیلابه خدايږو زړه مې سوځي په تا
عمر دې تېر شو د وفا په تمه

كابل، شېر شاه مېنه_ 4/4/1340