خوب او خيال

په خوب او خيال كې چې د غم چپه په ما راشي
لكه ماشوم وړې سلګۍ وهم ژړا راشـي
د ناز په خيال چې راته يو نظر كاږه وګـورې
زما ترورې ارزوګانې په ګډا راشي
اى نازنينې ماه جبينې خدايږو مينې وسوم
خو دام پښتو ده چې ستا مخ كې مې حيا راشي
زما د څيرې ګریوان قدر به پخپله وكړې
كاشكې د مينې لیونتوب څه لږ په تا راشـي
د زړه سرور د سترګو نور له ده كافي سیلابه!
كه د اشنا د مخ يوه شغله رڼا راشـي

كابل راديو_
12/1/1340